اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي)صدر مملكت آص?? علي زرداري د خېبرپښتونخوا په كرك ضلع كښې د پوليو په وركرز د بريد غندنه كولو سره وئېلي دي ترهه ګر د پاكستان اولس صحت مند او خوشحاله ليدل نه غواړي٬ د پاكستان اولس دې پوليو كمپائن كښې برخه واخلي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د پوليو په ډله بريد كښې د امنيتي اهلكارو په شهادت د افس??س څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل ترهه ګر د هېواد او قام د سباؤن دښمنان دي٬ترهه ګر د پاكستان اولس صحت مند او خوشحاله ليدل نه غواړي۔صدر مملكت د پاكستان په اولس زور راوړو چې هغوي په پوليو كمپائن كښې برخه واخلي۔صدر مملكت اولس ته خواست وكړو چې خپلو بچو ته د پوليو خاڅكې ضروري وركړي۔دغسې صدر مملكت آص?? علي زرداري د هې??اد څخه د پوليو بشپړه تر خاتمې هڅې دوامداره ساتلوله د عزم څرګندونه وكړه۔