رحيم يار خان 19نومبر(اے پي پي ) سعودي عرب كښې مېشته ډاكټران محمد اشرف نون او ډاكټر محمد صديق چوهدري پاكستان ته راغلي دي او په خپله مشرۍ كښې يې د رحيم يار خان په ګلشن ميرج لان ګلشن اقبال كښې څلور ورځنے وړيا آئي د سترګو د علاج كيمپ ولګولو ۔د چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پخواني ايګزېكټو ممبر چوهدري شفيق الرحمان٬ګورنمنټ كنټريكټر چوهدري شاهد جميل٬چوهدري طلحه محمد رفيق او د ډ??ټركټ پرېس كلب صدر قيصر غفور چوهدري په خاص مرسته د لګولې شوي فري آئي كيمپ پرانسته پخواني ايم پي اے چوهدري محمد شفيق وكړه۔چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پخواني ايګزېكټو ممبر چوهدري شوكت حيات٬سټي صدر انجمن تاجران چوهدري عظمان اصغر هم د هغه سره ملګري وو۔څلور ورځنې فري آئي كيمپ كښې په جديد ډول علاج فيكو څخه د سترګو آپرېشن كولې شي چرته چې داروګان او خ??را?? وړيا وركړے كېږي ۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د سعودي عرب څخه راغلې اي اين ټي سپېشلسټ ايچ او ډي پروفيسر ډاكټر محمد اشرف نون او پروفيسر ډاكټر محمد صديق چوهدري ووئيل دا د خير كار مونږ په 2009 كښې پېل كړے ؤ ۔په سعودي عرب كښې زمونږ د ډ??كټرانو يو خپل تنظيم دے كوم چې د زکواۃ په روپو د پاكستان په بېلو ښارونو كښې وړيا د سترګو كيمپونه لګوي او د مستحقينو او غريبانانو وړيا د سترګو آپرېشن كوي او وړيا داروګان وركوي۔ دې څخه وړاندې څو وارې په رحيم يار خان كښې كيمپس لګولې شوې٬تراوسه د 8 زره رنځ??را??و وړيا آپرېشنز شوي او دا صدقه جاريه ده٬ دې څخه وړاندې په بالاكوټ٬آزاد كشمير كښې وړيا كيمپس لګولې شوي وو ٬يو كال پس د پاكستان په بېلو ښارونو كښې مونږ وړيا كيمپ لګوو٬په دې موقع خاص مېلمه چوهدري محمد شفيق ووئيل بايد د خير په دې كارونو كښې ټول شتمند برخه واخ??ي كه مالدار كسان په ښه ډول خپل زکواۃ وركړي نو په پاكستان كښې به څوك غريب پاتې نه شي۔ده ډاكټر محمد اشرف نون او ډاكټر محمد صديق چوهدري د دې نيك كار ستائنه وكړه او دا يې يو نعمت وګرځولو۔په دې موقع منتظيمينو چوهدري شفيق الرحمان٬چوهدري حمزه شفيق او چوهدري طلحه محمد رفيق د رنځ??را??و لپاره د ناستې د ځائے او د خ??را?? اهتمام كړے و۔ډاكترانو په وړومبۍ ورځ د 75 رنځ??را??و وړيا فيكو آپرېشنز وكړل دغسې په څلور ورځني كيمپ كښې به 500 څخه د زياتو رنځ??را??و وړيا آپرېشنز كولې شي۔په دې مهال ګڼ شمېر رنځ??را??و د ډ??كټر محمد اشرف نور او ډاكټر محمد صديق چوهدري مننه وكړه۔