اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ په ??رې كښې دوه برخې اكثريت سره د 26 م آئيني بدلون منظوري ور??ړه٬ د كوم له مخې به چې د سپريم كورټ د چيف جسټس د تقررۍ موده درې كاله وي٬ 12 كسيزه پارليماني كمېټي به تر ټول?? د ??يات سينئر ججانو پېنل څخه د نوې چيف جسټس نامه وزيراعظم ته وړاندې كوي٬ د سپريم كورټ د ججانو تقررۍ لپاره به د چيف جسټس په مشرۍ كښې جوډيشل كمېشن آف پاكستان تشكيل كولے شي په كوم كښې به چې د چيف جسټس په ??مول څلور زيات سينئر ججان او د قامي اسمبلۍ او سېنېټ دوه دوه غړي شامل وي٬ هېواد څخه به د سودي كاروبار د جنورۍ تر اولنۍ نېټې كال 2028 خاتمه وكړې شي۔ د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ تحريك وړاندے كړو چې په ??ستور 26م بدلون بل 2024 دې سېنېټ څ??ه په منظور كړے شوي صورت كښې غور وكړے شي۔ سپیکر سردار ایاز صادق ایوان څخه د تحريك منظوري واغسته ٬ د تحريك په ??ق كښې 225 او مخالفت كښې 12 رايې رامخې ته شوې۔ دې څخه ور??ستو اعظم نذير تارړ بل ايوان ته وړاندے كړو۔ سپیکر د غړو د ووټ د لارې د بل شق وار منظوري واغسته۔ ایوان په ??رې كښې د دوه برخې اكثريت سره د ډويژن په ??نياد د آئيني بدلون بل 2024 منظوري ور??ړه۔ د بل د منظورۍ تحريك په ??ق كښې 225 او مخالفت كښې 12 رايې وكارولې شوې۔ 26 م آئيني بدلون بل په 27 بدلونونو مشتمل دے۔ په ??كومتي اتحادي ګوندونو كښې شامل ګوندونو سره سره په ??پوزيشن كښې شامل ګوند جمعیت علمائے اسلام (ف) هم په ??ئيني بدلون كښې د حكومت ملګرتيا وكړه۔ د آئینی ترمیم بل 2024 كښې د آئين په ??رټیکل 175 اے كښې بدلون وكړے شو چې له مخې يۍ د سپريم كورټ د ججانو تقررۍ له به د چيف جسټس آف پاكستان په مشرۍ كښې جوډيشل كمېشن آف پاكستان تشكيل كولې شي۔ دا جوډيشل كمېشن آف پاكستان به د آئيني بېنچ تقرر هم كوي۔ د آئینی بدلون له مخې د چيف جسټس د تقررۍ موده به 3 كالو لپاره وي۔ چیف جسټس لپاره د عمر حد به 65 كاله وي۔ چیف جسټس تعینات كولو لپاره به په 3 زيات سینئر ججانو كښې درې كښې دوه برخې اكثريت سره پارليماني كمېټي يوه نامه وزيراعظم ته لېږي كومه به چې د چيف جسټس تقررۍ له نامه صدر مملكت ته استوي۔ دا پارليماني كمېټي به په 12 غړو مشتمل وي۔ په ??ې كښی به 8 غړي قامي اسمبلۍ او 4 سېنېټ څ??ه اخستلې شي۔ د دې كمېټۍ غونډه به ان كېمره وي۔ ددې په كارروايۍ به آرټیکل 68 نه لاګو كيږي۔ د آئین آرټيكل 191 څخه ور??ستو نوے آرټيكل 191 شامل كړے شوے دے چې له مخې يۍ په ??پريم كورټ كښی به آئيني بېنچ تشكيل كولے شي كوم به چې د سپريم كورټ په ??جانو مشتمل وي او په كوم كښې به چې د هرې صوبې مناسب نمائندګي وي۔ په ??رټیکل 193 كښې ترميم شوے چې له مخې يۍ د هائي كورټ جج جوړېد له د عمر حد 45 څخه كمولو سره 40 كاله كړې شوې دې او د هائيكورټ وكيل په ??وګه 10 كاله تجربه لرل هم لازمي ګرځولې شوې ده۔ اسلامی نظریاتی کونسل ، وفاقی شرعی عدالت ا?? د ??ود ختمولو په ??مول 5 بدلونونه هم د آئيني بدلون برخه جوړ كړې شوي دي۔ د آرټیکل 184 لاندې د ازخود نوټس اختيار به آئینی بنچز سره وي۔ د ۔آرټیکل 186 اے لاندې سپريم كورټ به د هائي كورټ كوم كېس كوم بل هائي كورټ ته منتقل كولے شي۔ د يو بل ترميم له مخې د وزيراعظم يا كابينې لخوا صدر مملكت ته د لېږلې شوي اېډوائز په ??ړه به كوم عدالت ٬ ټربيونل يا اتھارټي سوال پورته كولې نه شي۔ د سود بشپړه خاتمې له په ?? آرټیکل 38 په ??ق اېف كښې بدلون وكړے شو چې له مخې به يۍ د كال 2028 جنورۍ مياشتې تر اولنۍ نېټې تر كومه حده چې ممكن وي د سود خاتمه به كولې شي۔