اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د موسمياتي بدلون اثرات څخه خبرداري وركولو سره وئيلي دي بايد مونږ مس??مه اصول په ځاے اوساتو چې د آلودګۍ خپرونكې دې د دې زيان پورته كړي۔د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ??ه په خپل خطاب كښې ده ووئيل دوه كاله وړاندې پاکستان د سېلاب له امله زيات ځپلے شوے چې له امله ئې 30 اربه ډا??ره څخه زيات زيان شوے٬اوس دا واضحه شوې چې په ګرمۍ كښې درجه حرارت كښې شدت راځي كوم چې نوو موسمياتي اثرات له هوا وركوي۔وزيراعظم ووئيل پاکستان په نړيواله ك??ه يو فيصد څخه هم لږه د کاربن په اخراج كښې برخه لري او د كومې غلطې لرلو باوجود مو لوي زيان پورته كړے ٬ دا د نړيوال انصاف کوم هم حساب کتاب كښې غير منصفانه عمل دے،بايد مونږ مس??مه اصول په ځاے اوساتو۔ده ووئيل پاکستان د اېس ډي جيز او موسمياتي اهداف کاميابيو مرستې لپاره د خپلو پرمختلليو شراکت دارو د اړخه د شوو لوظونو ترسره كولو ته سترګي په لار دے چې پكښې موسمياتي فنانس كښې د كال 100 اربه ډا??ره څخه زيات نوے كلن هدف هم شامل دے۔