اسلام آباد۔ 26 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په قلات كښې د ترهګرو د بريد سخته غندنه كولو سره د ??ړو شوو پوليس او ليويز اهلكارو او د وګړو په ځاني زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده شهيدو شوو پوليس اهلكارو او لېويز ت?? د ??قيدت پېرزوئنې وړاندې كړی او د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د قانون نافذ كوؤنكو ادارو افسرانو او ځوانانو هېواد څخ?? د ??رهګرۍ ختمولو او امن راوستو له ځانګړې قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل په ترهګرۍ كښې ككړ عناصر د كوم رعايت مستحق نه دي٬ د دوئي په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل دا ډول بزدلانه كارروايۍ د ترهګرۍ په ضد زمونږ مضبوطې حوصلې كمزورې كولې نه شي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ ب?? د ??خري ترهګر تر خاتمې روان ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې شهيدانو له لوړې درجې او غمجنيو كورنيو ل?? د ??بر او زغم توفيق وركړي۔ ده ژوبل شوو لپار?? د ??ر روغتيا دعا هم وكړه