اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د زده كړو وفا??ي وزير ډاكټر خالد مقبول صدي??ي وئيلي دي چې تعليمي ذمه وارۍ به په ګډه ترسره كول وي٬ د وخت د بدلېدونكو غوښتنو له مخې ټېكنالوجي كارول زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ د جمعې په ورځ ډاكټر خالد مقبول صديقي د وفاقي تعليمي بورډ تر اهتمام لاندې د انټرمېډيټ پارټ ون او پارټ ټو د نتيجو اعلان دستورې خاص مېلمه ؤ۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ده كاميابي ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو او استاذانو ته مباركي وركړه او د نتيجو په وخت مرتب كولو له يۍ د وفاقي تعليمي بورډ د هڅو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل زمونږ ځ??ان??ن صلاحيت لرونكي دي او دا كاميابي د دې قام كاميابي ده۔ ده ووئيل پاكستان په هغه خوش قسمته ه??وا??ونو كښې شامل دے چرته چې د آبادۍ يوه لويه برخه په ځ??ان??نو مشتمل ده۔ ده ووئيل مونږ له ب?? دا ځ??ان??ن د ژوند په هره څانګه كښې مخ په وړاندې بوتلل وي او هم د دوئي د لارې مونږ پرمختګ كولې شوو۔ ده ځ??ان??ن مخاطب كولو سره ووئيل ستاسو په لاسونو كښې دا ډګرۍ نه ب??كې د پوهې او دانش سندونه دي د دې په مرسته ب?? تاسو له د ه??وا?? واګې په خپلو لاسونو كښې اخستل وي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې ټېكنالوجي تندۍ سره بدلېږي او مونږ له ب?? هم د وخت تقاضې نظر كښې نيولو سره ټېكنالوجي په سم ډول كارول وي۔ ده ووئيل مونږ له ب?? د زده كړو مېدان كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ په دستوره كښې د قامي اسمبلۍ غړو ٬ پوزيشن ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو ٬ استاذانو ٬ د زده كړو وزارت او بورډ اعلی چارواكو ګډون وكړو۔