اسلام آباد06 اګست(اے پی پی) وز??راع??م د پاكستان اتهليټ ارشد نديم ته په اولمپكس 2024 جولين تهرو مقابلو فائنل راؤنډ كښې په كواليفائي كولو مباركي وركړې۔د نهې په ورځ د وز??راعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وز??راعظم ووئېل ارشد نديم په خپله غوره كاركردګۍ او ډېره خوارۍ د ټول قام زړه ګټلے۔د جولين تهرو لوبې ترويج لپاره ارشد نديم خذمات د قدر وړ دي او د هغه محنت د ځوانانو لپاره د لا??ې مشال دے۔وزيراعظم ووئېل په مارچ 2024 كښې په وز??راعظم هاؤس كښې ارشد نديم سره په ملاقات كولو د زړه نه خوشحاله شوے يم ٬په پاكستان كښې بلها ټيلنټ موجود دے٬د كوم لا ښه كولو ته چې ضرورت دے۔د پاكستان حكومت به په نړيواله كچه مقابلو كښې د برخه اخستوونكو لوبغاړو ډاډګيرنه روان?? ساتي۔وزيراعظم اوليمپكس 2024 كښې د ارشد نديم كاميابۍ لپاره دعا وكړه او د هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔