اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د صنعت او پېداوار و??اق?? وزير رانا تن??ير حسېن د شورو په ورځ په كراچۍ كښې په پورټ قاسم انډسټريل اسټيټ كښې ?? ټويوټا انډس موټر کمپني لميټډ (آئي اېم سي) دوره كړې۔ په دې موقع د صنعت او پېداوار سيکرټري سېف انجم، د اي ډي بي سي اي او خدا بخش هم دوي سره وو۔ په دې موقع د ټويوټا موټر ايشيا اېګزيکټيو وائس پريذيډنټ کازوناري اګوچي، د آئي اېم سي سي اي او اصغر علي جمالي او د آئي اېم سي ټويوټا نورو افسرونو د و??اق?? وزير تود هركلے وكړو۔ په دې موقع و??اق?? وزير رانا تن??ير حسېن آئي اېم سي ټويوټا ته د ګاډو برامد كولو په سنګ ميل مباركي وركړه٬ كوم چې د پاكستاني حكومت د جدت او خود انحصارۍ د وژن عكاسي كوي۔ و??اق?? وزير د 700 ملين ډالرو د سرمايه كارۍ او 76000 يونټس جوړولو په اړه په قامي پرمختګ كښئ د ټويوټا کردار تسليم كړو٬ د دې نه علاوه په قامي خزانه كښې 258 بلين برخه هم اچوي كومه چې د هېواد په قامي پرمختګ كښې ?? دوي د عزم عكاسي كوي۔ و??اق?? وزير د کاربن ډائي آکسائيډ اثرات كمولو او د هائبرډ ګاډو په جوړولو كښې ?? ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي لپ??ره د کمپنۍ په فعاله انداز هم رڼا واچوله او د دې خبرې ذكر ئې وكړو چې دا ډول اقدامات په موټر انډسټري كښې نورو لپ??ره يو مثال دے۔