اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د هېواد په بيلو سيمو كښې د لوډ شیډنګ كمولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې د اولسي آسانيو خيال ساتلو سره دې سخته كرمۍ كښې د لوډ مینجمنټ صورتحال ښه كړې شي، د ب??ېښ??ا غلو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د ب??ېښ??ا لو?? مینجمنټ او ب??ېښ??ا غلو په ضد اقدامات په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د اقتصادی چارو وفاقی وزیر احد خان چیمه ، د خزاني وفاقی وزیر محمد اورنګزیب ، د پټرولیم وفاقی وزیر مصدق ملك ، د پا??ر وفاقی وزیر اوېس احمد خان لغاری ، وزیر مملكت علی پرویز ملك، وزیراعظم كوآرډینیټر رانا احسان افضل ، د واپډا چئیرمېن ، اړوند اعلیٰ سركاری افسرانو ګډون وكړو دغسې د څلورو واړو صوبو چیف سیكرټریز او انسپكټرز جنرل پولیس د وډیو لنك د لارې ګډون وكړو۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شریف د هېواد په بيلو سيمو كښې د لوډ شیډنګ كمولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې د اولسي آسانيو خيال ساتلو سره دې سخته كرمۍ كښې د لوډ مینجمنټ صورتحال ښه كړې شي۔ ده ووئيل د ب??ېښ??ا د غلو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي ، زه به په ذاتی توګه د ب??ېښ??ا د غلا مخنيوي په اړه د پیشرفت جاج اخلم۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د ب??ېښ??ا اوور بلنګ بايد ونه وكړې شي،د ب??ېښ??ا تقسیم كار كمپنیو د نجكارۍ عمل تندولو او په دې اړه د پوهانو خذمات دې ترلاسه كړې شي، بلوچستان كښې د ټیوب ویلو سولرآئزیشن په اړه دې تګلاره زر تر زره ترتیب كړې شي۔ په دې موقع غونډي ته د ب??ېښ??ا لو?? مینجمنټ او ب??ېښ??ا غلا په اړه په اقدامات بریفنګ وركړې شو۔ بریفنګ په مهال ووئيل شول چې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ او پا??ر وفاقی وزیر ترمينځه شوې خبرو اترو كښې خېبر پښتونخوا كښې د ب??ېښ??ا لو?? مینجمنټ په اړه متفقه تګلاره جوړه شوې ،تګلاري له مخې به خېبرپښتونخوا كښې د ب??ېښ??ا لو?? شیډنګ كښې كمې ،بلونه نه وركونكو څخه د ب??ېښ??ا بلونو وصولی او لائین لاسز كښې كمې كولې شي۔غونډي ته ووئيل شول چې د ب??ېښ??ا غلا مخنيوي لپاره صوبائی او ډویژن په كچه ټاسك فورسز به جوړولې شي ، ټاسك فورسز كاركردګۍ په اړه به اوونيز جاج اخستلے شي۔