اسلام آباد 24 مئی (اے پي پي) د بجلۍ وفاقي وزیر ( پاور ډویژن) سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي زرعي صارفین ته د وفاقي حكومت او د بلوچستان حكومت د بجلۍ 641 اربه روپۍ پورې دي ، وفاقي حكومت بلوچستان كښې زرعی ټیوب ویلونه په شمسی توان منتقل كولو له خپله برخې وركولو له چمتو دے، بلوچستان حكومت دې خپله تګلاره ترتيب كړي، بلوچستان كښې غیر قانو??ي ټرانسفارمر ختمولو له دې سېنېټرز او اېم این ایز مرسته وكړي ، ده ووئېل 24 ساعته د بجلي وركړه به باوري كولې شي۔ د جمعې په ورځ س??نېټ غونډه كښې د سېنېټر دنیش كمار د پام ر??ګر??ونې نوټس په ځواب كښې ده وئويل بلوچستان كښې د لږ نه لږ 27437 ټیوب ویلونه په 404 فیډرز چلېږي ، دې نه ځانله 10 نه تر 12 زره غیر قانو??ي ټرانسفارمرز چلېږي او دغه 404 فیډرز په 96 فیصده خساره چلېږي۔ده ووئيل د اوور بلنګ كوونكو او صارفی?? س??ه په ګډه هغوې ته د بجلۍ غلا ښودونكو اهلكارو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔