اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وزیراعظم شهباز شریف د وژن له مخې د هېواد معيشت يو وارې بيا په سم لوري د روانولو عزم لرؤ ، د موجوده حكومت په اقتدار كښې راتللو څخه وروستو د پاكستان په معاشي پ??مختګ كښې تندي رامخې ته شوې۔ دا خبره ده په پاكستان كښې تعينات د جاپان سفیر مټسو هیرو واډا سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه سفارتي اړيكو ٬ د ميډيا په څانګو كښې په همكارۍ ٬ فېك نيوز او د حكومت د معاشي اقداماتو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو د پاكستان او جاپان ترمينځه همكارۍ ته په لا پراختيا وركولو موافقت وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير وو??يل پاکستان او جاپان يو بل سره د ملګرتيا او همكارۍ پخوانۍ اړيكې لري٬ جاپان د پاكستان مهم پرمختيائي همكا?? پاتے شوے دے٬ په هر سخت وخت كښې جاپان د پاكستان مرسته كړې ده۔ ده وو??يل جاپان انټرنېشنل کوآپرېشن ایجنسی (جائیکا) د پاكستان په پرمختګ كښې مرسته كوي۔ وفاقی وزیر د جاپان سفير د حكومت معاشي اقداماتو څخه خبرولو سره وو??يل د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې د هيواد معيشت يو وارې بيا په سم لوري د روانولو عزم لرؤ۔ ده وو??يل حكومت ټېكس نېټ پراخا كولو له په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو په شمول د چ??پېريال پياوړتيا او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له ګامونه پورت كړې دي۔ دې سره سره نجي څانګې ته په كاروبار كښې آسانۍ وركولو له هم ګامونه پورته كولې شي۔ وفاقي وزير وو??يل د موجودہ حکومت په اقتدار كښې راتللو څخه وروستو د پاكستان په معاشي پ??مختګ كښې تندي رامخې ته شوې ده۔ نړيوالې مجلې هم د پاكستان په معاشي پ??مختګ كښې د لا بهترۍ پېشنګوئي كړې ده۔ په ملاقات كښې فېك نيوز تدارك او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګو كښې اړيكو ته وده وركولو سره په اړوندو چارو هم غور وكړے شو۔ وفاقي وزير وو??يل ګرده نړۍ د فېك نيوز چېلنج سره مخ ده٬ په دې قابو موندلو له د كار كولو حاجت دے۔ په دې موقعه د جاپان سفي?? پاكستان سره په مضبوطو اړيكو كښې خوښي ښكاره كړه۔ ده وو??يل د پاكستاني حكومت د كاروباري طبقې آسانيو لپاره اقدامات به پاكسان جاپاني سرمايه كارو لپاره زيات زړه راكښونكې منزل جوړ كړي۔