سیالكوټ 04 مئی (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي تير ??ال په 9 مئی 2023 يو سياسي ګوند د سازش او منصوبه بندۍ ترمخه په حساس تنصیبات ، د شهيدانو په یاد ګار او د پ??كستان په اساس بريد كړې او دا يوه ناوړه پېښه ??ه، د دغې ټولو پېښو شهادتونه او ثبوت باقاعده میډیا د وډیو او عكسونو په صورت كښې په ټی وی، ورځپاڼو او سوشل میډیا د لارې ټول قام ته ښودلې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په سیالكوټ كښې يو پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔د دفاع وزير ??وئيل په 9 مئی 2023 يو سياسي ګوند د پ??كستان ریډ لائن كراس كړې چې په نتيجه كښې ئې ګڼ كسان نيو??ې شوې، سیاسی او نظریاتی اختلافات په خپل ځائې خو يو د سیاسی ګوند كارمندانو د خپلو مشرانو سره د يوې منصوبه بندۍ ترمخه د پ??كستان په اساس بريد كړې۔ده ووئيل د دغه كسانو هدف وړاندې څخه ترسره شوې ؤ څنګه چې لاهور، میانوالی پنډۍ پشمول ټول هېواد كښې غير د كوم ركاوټ بريدونه شوي۔د دفاع وزیر ووئيل د 9 مئی پېښو نه پس د د غه ګوند كوم هم ليډر د نيو??ې شوي كاركن خوا له نه دې ورغلے،د ګوند لارښودو قربا??ۍ غوښتلې او كارمندان ئې په بريد راپار كړې خو چې كله په كارمندانو سخت وخت راغلې نو هغوې لاوارثه پرېښود??ې شوي۔ده وئويل په هغې كښې ځينو كسانو له د ترهه ګرۍ عدالت څخه سزاګانې وركړې شوې او په ځينو مقدمې روانې دي دغسې وخت سره سره د هغوې چې كومي هم پريكړې كېږي هغه به عدليه كوي۔د دفاع وزير ??وئيل سږ كال د 09 مئي په اړه به د قامي اسمبلۍ غونډه هم رابل??ې شي او يو كال وړاندې رامخې ته شوې پېښې به يادو??ې شي چې يو سياسي ګوند د پ??كستان په اساس ، پاكستان په نظریه ، په پوځي تنصیباتو او د پ??كستان ریډ لائن كراس كړې ؤ دغسې د پ??كستان ازلی دښمن كو??ې شي خو څوك چې هم د پ??كستان شهریت لري هغه ئې نه شي كولې۔په 9 مئی 2023 بريد د پ??كستان د دښمنۍ انتها وه۔