اسلام اباد۔08 مئي(اے پي پي) په اكادمي ادبيات اسلام اباد كښې د اهل قلم سره د ملاقات يوه دستوره نن د شورو په ورځ وشوه ٬ چې پكښې د پښتو ژبې پروفېسر ډاكټر سلمه شاهين ٬ د سرائېكۍ رفعت عباس ٬ د بلتي ژبې يوسف حسېن ابادي پشمول ډاكتر معين الدين عقيل ٬ منير احمد باديني د خپل ژ??ند او ادبي هڅو سره سره د ژبو په ترويج ٬ پرمختګ او اهميت ګټورې خبرې وكړې ٬ په دې مهال د اكادمي ادبيات مش??ه ډاكټر نجيبه عارف پشمول يو شمېر اهل قلم موجود وو۔ د مارګلې په لمن كښې په دې راجوړه دستوره كښې د شاعرانو او اديبانو په زاتي ژ??ند ٬ هلو ځلو او د قلم او لفظونو په حرمت خب??ې په زړه پورې ډول وشوې ۔د دستو??ې په مهال د سرائېكۍ ژبې يو نظم هم په ترنم ??ړاندې كړے شو چې ورسره د محفل خ??ند رنګ يو په دوه شو۔ د دستو??ې په اخر كښې د اكادمي ادبيات مش??ې ډاكټر نجيبه عارف د راغلو مېلمنو مننه كولو سره ووئېل ژبه زمونږ د روابط مهمه زريعه ده ٬ كه حالات هر څه وي خو شاعر اديب د مينې پېغام عام كولو لپاره خپل كردار تر سره كوي٬ دې ووئېل ټولې ژبې زمونږ خپلې دي او اكادمي د ټولو ترويج لپاره هڅې كوي۔