اسلام آباد۔5اپریل (اے پی پی)وزیراعظم محمد شهباز شریف وئېلي دي خصوصي او د مور و پ??ار د نعمت نه محروم ماشومان د لويو صلاحیتونو مالکان دي، ټول ماشومان به د اعلیٰ تعلیم په تر لاسه ك??لو د هېواد په زړه پوري خدمت وكړي، د معیاري تعلیم وركړې لپاره به په لرې پرتو سيمو كښې دانش سکولونه جوړولې شي ، اولس ته د علاج غوره اسانيو ورك??لو لپاره به اسلام آباد، بلوچستان، کشمیر او ګلګت بلتستان كښې جدید هسپتالونه جوړوو۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د خصوصي صلاحیتونو مالکانو او د والدین د نعمت نه د محرومو ماشومانو په درناوي كښې د روژه ماتي دستورې ته خطاب کښې وكړه ۔په دې مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اﷲ تارړ، چیئرمین وزیراعظم یوتھ پروګرام رانا م??هود احمد خان او د قامي اسمبلۍ غړے ډاکټر طارق فضل چوهدري هم موجود وو ۔ وزیراعظم ووئېل زه د خصوصي ماشومانو سره په ملاقات ک??لو ډېر خوشحاله شوم ، د نن روژه ماتي دستورې خاص مېلمانه دا م??شومان او ماشومانې دي او زه ستاسو كوربه يم ۔ وزیراعظم ووئېل دا م??شومان ډېر زيرك او قابلیت لرونكې دي كوم چې په ایس او ایس او نورو ادارو كښې تعلیم تر لاسه كوي، دلته خصوصي ماشومان او ماشومانې هم موجود دي كومې چې ډېرې قابلې او محنتي دي ،د دوي عزائم قوي دي ، د مور او پ??ار د سېورې نه په سرونو زيات كوم نعمت نشته، د كومو ماشومانو په سر چې د والدین سېوري نشته ایس او ایس د دوي د مور و پ??ار کردار ادا کوي ،ده ووئېل زمونږ خوږ نبي ۖ چې كله دنیا ته تشریف راوړو نو د هغه د والد سېورې د دوي په سر نه ؤ او چې كله ئې عمر 6 كاله شو نو مور بي بي ئې په حق ورسېدله ٬ خو زمونږ خوږ نبي ۖ د اﷲ تعالیٰ د ټ??لو نه محبوب نبي دے په چا چې د وحي د لارې قرآن کریم نازل شو۔ ده ووئېل دا د رمضان المبارک مياشت ده او د دې برکتونه په ټ??لو نازلېږي ،تاسو معصومان ئي، تعلیم تر لاسه كوې ، تاسو به پخپل قابلیت ډاکټران، انجینئران او پوځي ??فس??ان جوړېږې او د خپل هېواد به په زړه پورې خدمت وكړې ۔ وزیراعظم ووئېل زه ستاسو په كوربتوب ك??لو ډېر خوشحالېږم، كه په مېلمستيا كښې كوم کمے پاتي شوے وي نو معافي غواړم ، دا وزیراعظم هاوس ستاسو كور دے، تاسو به په تعلیم تر لاسه ك??لو يوه ورځ دلته د قام خدمت كوې ۔ وزیراعظم ووئېل په اسلام آباد كښې به دانش سکول جوړولې شي، دغسې د بلوچستان په لرې پرتو سيمو او کشمیر او ګلګت به هم دانش سکول جوړولې شي ، چرته به چې ماشومانو ته د تعليم اسانۍ وړيا تر لاسه وي ، دغسې خوراک، استوګنه، یونیفارم او کتابونه به هم وړيا وركولې شي ، وزيراعظم ووئېل زما دعا ده چې تاسو خوشحاله اوسئ ،داسې ملاقاتونه به بيا هم كېږي ۔ وزیراعظم شهباز شریف پخپله يو يو ماشوم له ورغلو او دوي سره ئې خبرې وكرې٬ دغسې وزيراعظم ماشومانو له ډوډۍ وركړه او دوي له ئې ډالۍ هم وركرې ۔