ګواد?? 04 ??سمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د پاکستان ا?? چین ترمينځه ستراتېجيكي همكاري ورځ په ورځ مستحکمېږي، آئی اېم اېف سره د وروستي قسط په اړه هم د سټاف لی??ل خبرې اترې پيل شوي دي، نړۍ زمونږ د سېلاب ځپليو مرستي لپاره چمتو ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د چین۔پاکستان ملګرتيا روغتون ا?? سمندری اوبه د استعمال ور جوړولو پلانټ پرانستې دستورې نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې پروژو په وخت په بشپړولو كښې په معاونت د صوبائی حکومت مننه كوم۔ ده ووئيل چین سره پاکستان سپرلي خېزه ستراتيجيكي همكاري لري،دا دې پلو يو بل مهم قدم دې،دا ملګرتيا او همكاري ورځ په ورځ مستحکمېږي۔ ده ووئيل د بلوچستان ا?? په خاص توګه د ګوادر اولس د پر??خت?? دې مزل څخه مستفید كېږي او د پر??خت?? دا مزل مخ په وړاندې روان دې، بلوچستان ا?? په خاص توګه ګوادر لپاره داسې موقعې به رامخې ته شي كومي به چې د نوې نسل د ښه سباؤن ضمانت وركوي۔ده ووئيل سباؤن كښې د پر??خت?? مزل كښې شموليت لپاره بلوچستان ا?? د ګوادر اولس بايد تياري وكړي، مونږ له به د دې موقعو په تناظر كښې ځوانان هنرمند جوړول وي۔ده ووئيل آئی اېم اېف سره خبرې اترې په مثبت انداز كښې بشپړ شوې دي او د آخري قسط په اړه په سټاف لی??ل خبرې اترې پيل شوي دي، د هېواد معاشی صورتحال كښې وخت سره سره ښه والې رامخې ته كېږي او هيله لرو چې ټولټاكنو نه پس جوړيدونكې حکومت به دې كښې لا ښه والې راولي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نړۍ زمونږ د سېلاب ځپليو مرستي لپاره چمتو ده، کلائمیټ فنانس شته، مونږ له به دې څخه مستفید كيدو لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره منصوبې جوړول او د خپلې برخې كار كول وي۔