اسلام آباد 20 نومبر (اے ??ي پي) سېنېټ په تعليمي نظام كښې د انجونو او مېرمنو په ضد د امتياز او د جينكو تعلي?? ته خاص پام لرنې كولو پحقله د قرارداد منظوري وركړې ده ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټرې ثناء جمالي قرارداد وړاندې كولو كښې ووئيل سېنېټ دې تعليمي نظام كښې د انجونو او مېرمنو په ضد امتياز ختمولو سره د جنسي مساوات ودې لپاره اقدامات وكي دغسې چې تر معياري تعليم رسنه او د دغې په لاره كښې د ولاړ خنډان لرې كړې شي۔قرارداد كښې ووئيل شول په ترجيحي بنيادونو تعليم او د خواندګۍ پروګرامونو لپاره فنډنګ زياتولو لپاره دې اهتمام وشي او په هېواد كښې د بجټ د تخصيصات او د دې د استعمال په لړ كښې دې سپېځلتيا باوري كولو لپاره ??ګل??ره وضع كړې شي۔ دغسېد دې قراراداد ايوان په يوه خله منظوري وركړه۔