اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف پ?? قطبي وزيرستان كښې د ترھګرو په ضد كامياب آپرېشن كولو باندې امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د نهې په ورځ په خپل بيان كښې ده د ترهګرو په مړانه د مقابلې كولو په مهال د شهادت لوړې درجې ترلاسه كوؤنكو اهلكارو ساجد اعظم ??و وارث خان ت?? د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه او شهيدانو لپاره يۍ د لوړو درجو دعا وكړه۔ سپیکر ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښ?? ټو?? قام د امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔ ده ووئيل هېواد دښمنه شرخوښي عناصر په هېواد كښې ناامني خپرول غواړي۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونه د ترهګرو په ضد د بشپړه كارروايۍ كولو صلاحيت لري او كه پاك پروردګار ته منظور وي ډېر زر به د ترهګرۍ ناسور نوغې اوباسي