اسلا?? آباد۔8 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي وركنګ جرنلسټس او هنرمندو لپاره د هېلتھ كارډ اجراﺀ د وزيراعظم شهباز شريف د وژن ترسره كېدل دي۔ دې د نهې په ورځ خبريالانو او هنرمندو لپاره د هېلتھ كارډ او د قانون وزارت لخوا د پاكستان کوډ، ډیجیټل ریپازیټری آف فېډرل لاز موبائل اېپلی کېشن ا?? وېب پورټل اجرا دستورې ته خطاب كولو۔ په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شریف، د قانون وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ، د وزیراعظم د توان ا?? معيشت کوآرډینېټر بلال اظهر کیانی او د قومي اسمبلۍ غړې مهناز عزیز په شمول د اطلاعاتو سېكتر ٬ پرنسپل انفارمېشن آفیسر ٬ خبريالانو او ګڼ شمېر هنرمندو ګډون وكړو۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل نن ا??مه او تاريخي ورځ ده كله چې د وزيراعظم په امر ورکنګ جرنلسټس او هنر مندو لپاره هيلتھ کارډ جارې كېږي۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د مخالفې ډلې مشر په حېث چې كوم وژن ٶ په ھغې عملدرآمد كېږي۔د يادونې وړ ده چې يوه اوونۍ وړاندې د اطلاعاتو وزارت او د اسټيټ لائف ترمېنځه هېلتھ انشورنس لپاره د تفاهم په يادښت لاسليكونو لپاره دستوره شوې وه چې پكښې وزيراعظم شهباز شريف هم ګډون كړې وو، نن د ھغه هېلتھ انشورنس باضابطه اجرا شوې ده۔ دې ووئيل د قانون وزارت ټول فېډرل قوانين ?? اېپلي كېشن ا?? وېب پورټل په صورت كښې پاكستاني اولس له تيار كړې دي په دې وزارت مباركي وركوؤ۔ وفاقی وزیرې خبريالانو او هنرمندو ته د هېلتھ كارډ وركولو له په زړه پورې هڅو كولو د اطلاعاتو سېكتر او د پرنسپل انفارمېشن آفيسر مننه وكړه۔