اسلام آباد 05 اګست(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د وفاق پاكستان استحكام لپاره نن يوه عظيم ورځ ده٬د شريكو ګټو كونسل 7 ډيجيټل مردم شمارۍ په مت??قه توګه منظوري وركړې٬د دې لويې هلو ځلو په برخه جوړېدو د ټولو ادارو مننه كوم۔د خالي په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل چې 7 ډيجيټل مردم شمارۍ منظورۍ لپاره راجوړه كړی شوې غونډه كښې سياسي ګوندونو استازو په خاص بلنه ګډون كړې چې مقص?? يې ريو اتفاق سره د قامي مسئلو مخ نيوي پي ډي اېم حكومت نقطه نظر له مخې غور كول و٬د مردم شمارۍ په مت??قه توګه د شريكو ګټو كونسل منظوري وركړه۔د مردم شمارۍ پوره عمل د مشاورتي كمېټۍ په څارنه كښې وشو چې پكښې صوبائي حكومتونو٬معروف شماريات دانو پشمول د ټولو ډلو نمائندګان وو٬نادرا٬اېن ټي سي او سپاركو دا عمل سپيځلتيا٬معتبر او موثر طريقو سره ترسره كولو لپاره مرسته وركړې٬دا د پاكستان وړومب?? ډيجيټل مردم شماري وه۔وزيراعظم ووئيل چې ما په دې ټولو وزارتونو٬صوبائي وزيراعلٰی٬صوبائي حكومتونو٬نادرا٬سپاركو٬اېن ټي سي٬وسله والو ځواكونو٬پوليس او تر ټولو زيات استاذانو مننه كوم چا چې په دې لويو هلو ځلو كښې برخه اخستلې او بې شمېره ق??مي خذمات ترسره كړي