اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د زده كړو ودې نه عېر پرمختګ ممكن نه دے ، طالبعلمانو لپاره د زده كړو آسانۍ برابرول د حكومت ذمه واري ده ٬ ګاونډي هېوادونو په ??رمختګ كښې مونږ ډېر وروستو پرېښودلې يؤ٬ مونږ له به خپل له لاسه تلې مقام ترلاسه كول وي٬ آئي اېم اېف څخه د قرضې ترلاسه كېدل لمحه فخريه نه بلكې لمحه فكريه ده ٬ چين او سعودي عربستان په سخت وخت كښې مونږ له لاس راكړے دے ، متحدہ عرب امارات څخه به يو ارب ډالر په ??و دوه ورځې كښې راورسي٬ سياستوال ٬ ججان ٬ جرنېلان ٬ډاكټر او د نورو څانګو سره تعلق لرونكي پوهان دې د هېواد تقدير بدلولو له راوړاندے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ??رځ پاکستان ایجوکیشن انډوومنټ فنډ او قومی نصاب كښې د اصلاحاتو پېل كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ٬ د وزير اعظم د ځوانانو چارو خاص مرستياله شزه فاطمه ٬ د ايجوكېشن سېكتر وسيم اجمل او ګڼ شمېره زده كوؤنكي موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل مالپاره دا د لويې خوشحالۍ ورځ ده ٬ هغه څانګه د كومې د لارې چې نړۍ پرمختګ كړې هغې لپاره دلته موجود يؤ۔ كال 2008 كښې مونږ پنجاب څخه دا سفر پېل كړے وو۔ ده ووئيل د ډاكټر امجد ثاقب په ??شوره مو په 2008 كښې انډوومنټ فنډ جوړ كړے وو۔ هغه مهال دې لپاره 2 اربه روپۍ بېلې كړې شوې وې او دغې څخه 4 لكه نه زياتو ذهينو زده كوؤنكو هلكانو او انجونو ته تعليمي وظيفې وركړې دي۔ كومو چې وروستو بېلو څانګو كښې د ميډيكل او انجينئرنګ په شمول نورو مهمو برخو كښې خذمات ترسره كړل۔ ده ووئيل د روان كال په ??هال انډوومنټ فنډ لپاره 14 اربه روپۍ بېلولې شي۔ مونږ پرېكړه كړې ده چې د روان كال په ??هال به 3 اربه روپۍ بې وزله طالبعلمانو ته وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ ??واړؤ چې په راروانو 10 كلونو كښې دا رقم 14 څخه 40 اربه ته ورسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په ??ېواد كښې داسې د لكھونو په شمېر انجونې شته كومې چې وسائل نه لري خو ډاكټر ٬ انجينئر جوړېدو سره د هېواد د نامې روښانه كولو عزم لري۔ ده ووئيل زده كړو او فني زده كړو ته به زيات پام ګرځول وي۔ په انفارمیشن اېنډ ټېکنالوجی، آرټیفشل ټېکنالوجی ، زراعت ، میډیکل سائنس او نورو څانګو كښې د وړاندې تللو زيات ګنجائش شته۔ ده ووئيل وخت راغلې چې زده كړو ته زيات پام وګرځولې شي۔ ده ووئيل د حكومت موده به د اګست په 14 مه نېټه بشپړه شي٬ دې څخه وروستو به په اكتوبر يا نومبر كښې ټول ټاكنې وكړې شي۔ الېكشن كمېشن به د دې اعلان كوي خو زده كړې بايد د راروان حكومت هم ترجيح پاتې شي۔ وزیراعظم ووئيل د آئي اېم اېف بورډ غونډه نن كېږي او هيله ده چې په دې كښې زمونږ ?? قرضې منظوري وركړې شي خو دا لمحه فكريه ده لمحه فخريه نه۔ سياستوال ٬ ججان ٬ جرنېلان ٬ ډاكټر او نورو څانګو سره تعلق لرونكي پوهان راوړندې كېدو سره د هېواد تقدير بدلولے شي۔ ده ووئيل ګاونډي هېوادونو مونږ وروستو پرېښودلې يؤ۔ د ټېکسټائل په څانګو كښې د 90 په ??سيزه كښی مونږ ??وئي څخه وړاندې وو٬ زمونږ ??وپۍ مضبوطه وه په ??امونو سخت وخت راځي خو هغوي يۍ مقابله كوي۔ مونږ ??ه هم د سختو حالاتو مقابله كوؤ او خپل لا لاسه تلې مقام به ترلاسه كړؤ۔ ده ووئيل پاكستان ډيفالټ كېدو څخه بچ كولو له مونږ هر ځايې كښې قرضونه غواړؤ او د آئي اېم اېف منتونه كوؤ٬ دا د ژوند كولو كومه لاره نه ده۔ ده ووئيل د پرمختګ يوازينۍ لاره زده كړې دي۔ ده ووئيل چین د پاكستان بهترین ملګرے هېواد دے كوم چې په سخت وخت كښې پاكستان ته د درې مياشتو په ??وده كښې 5 اربه ډالر وركړل۔ په 2 اربه ډالرو راكولو د سعودي عربستان هم مننه كوؤ۔ متحده عرب امارات څخه به يو ارب ډالر په ??و دوه ورځو كښې راورسي۔ وزيراعظم ووئيل پاك پرورګار پاكستان ته بلها وسائل وركړې دي۔ مونږ ??ه كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان يو ستر هېواد جوړؤ۔ ده ووئيل پاكستانې قوم به ډېر زر په ??ړۍ كښې د يو پرمختګ كړي قام په توګه رامخې ته شي۔