اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي ??زير اېم اورنګزېب وئيلي دي چې معاشي استحكام ترلاسه كولو له په ټېكس نظام كښې د اصلاحاتو عمل رو??ن دے ٬ محاصل زياتول د حكومت لومړۍ ترجيح ده او د ټېكس شرح د جی ډی پی تر 13 فیصده ته د رسولو هدف ټاكلے شوے دے كوم چې دا مهال د جي ډي پي 9 څخه تر 10 فيصده ترمينځه دے۔ د زيارت په ورځ د اطلاعاتو وفاقي ??زير عطاﺀ تارړ ٬ د خزانې وزير مملكت پروېز ملك او د اېف بي آر چيئرمېن ارشد محمود لنګړیال سره په ګډه خبري كنفرس ته خطاب كښې د خزانې وفاقي ??زير سېنېټر اېم اورنګزېب ووئيل د اېف بی آر د ډیجیټائزېشن د لارې ټېكس نېټ پراخا كولو له په يوه بشپړه اقتصادي اصلاحاتي ايجنډا عملدرآمد څخه وروستو ترلاسه شوې پېشرفت او پورته كړې شوي ګامونه اولس ته وړاندې كوؤ په كومو كښې چې نزدې 190,000 وګړي په ګوته كړې شوي دي كوم چې د 60 اربه روپو په ټېكس غلا كښې ككړ دي۔ 5,000 څخه د 6,000 وګړو د فيلډ اسټاف د لارې تصديق شوے كومو څخه چې د 7 اربه روپو ټېكس ترلاسه شوے۔ وفاقي ??زير ووئيل موجوده حكومت اقتدار ترلاسه كولو سره قامي معيشت د تلپاتي پرمختګ او نمو په لاره رو??نولو له ساختي اصلاحات معارفي كړل او په دې كښې ټېكس اصلاحات تر ټولو وړاندې دي۔ ده ووئيل د اېف بی آر د ډیجیټائزېشن په ډیزائن کار مارچ 2024 كښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پېل شو۔ ده ووئيل د ډیجیټلائزېشن د لارې به بشري لاس وهنه كمولې شي دغ??ې چې د كرپشن شكايتونه كم كړې شي۔ د خزانې وزير مملكت علی پرویز ملک ووئيل د مالي خسارې كنټرول كولو له د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ګورننس معيار ښه كړے شو له دې كبله ګرانۍ كښې شپږ نيم كاله موده كښې تاريخي كمې رامخې ته شوې دې۔ د اېف بي آر چيئرمېن راشد لنګړیال ووئيل چې د ټېكسونو مجموعي خلا 7 زره اربه روپۍ څخه زياته ده٬ د ادارې په استعداد كښې اضافه كولې شي٬ 27 ل??ه وګړي ټېكس ګوشوارې نه جمع كوي۔ ده ووئيل په ټېكس نظام كښې نوې ټولز معارفي كوؤ۔ ده ووئيل مونږ يو لك 90 زره كسانو ته نوتس جاري كړے دے۔ دې څخه وروس??و 38 زره كسانو ريټرن فائل كړي دي۔ ده ووئيل په ټېكس وصولۍ زمونږ فوكس په ټاپ 5 دے۔