اس??ام آباد 06 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم ??حم?? شهباز شريف د چين سفير ته په كراچۍ كښې په چينائي وګړو د ډزو ذمه و??ر زر تر زره نيولو او د سختې سزا وركولو با??ر وركولو سره وئېلي دي په چينائي وګړو بريد د پاك چين ورورولۍ اړيكو ته د زيان رسولو ناوړه هڅه ده٬د چينائي وګړو امنيت ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ??حم?? شهباز شريف اس??ام آباد كښې د چين سفارتخانې ته لاړو۔ده په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائيډونګ سره ملاقات وكړو ۔وزيراعظم په تېرو ورځو كښې په كراچۍ كښې په چينائي وګړو د ډزو د پېښې غندنه وكړه۔وزيراعظم د چين سفير سره په خبرو كښې ووئيل زه په چينائي وګړو د بريد غندنې او د ژ??بل شوو پوښتنې لپاره ستاسو سره ملاقات لپاره راغلے يم۔وزيراعظم د چين سفير ته د ذمه وارو زر تر زره نيولو او هغوي ته د سختې سزا وركولو با??ر وركړ و۔ده وويل په پیښه كښې د ككړو كسانو نيولو او هغوي ته د سختې سزا وركولو عمل به زه پخپله څارنه كوم٬ ده ووئېل په پیښه كښې ژ??بل شوو ته د غوره طبي آسانيو وركولو ړوندو چارواكو ته هدايت شوے ۔وزيراعظم ووئيل د اطمينان وړ خبره ده چې په پیښه كښې د ژ??بل شوو چينائي وګړو صحت ښه دے٬چين د پاكستان پخوانے دوست دے٬ په چينائي وګړو بريد د پاك چين ورورولۍ اړيكو ته د زيان رسولو ناوړه هڅه ده٬ ده ووئېل د چينائي وګړو امنيت ته حكومت وړومبې پام لرنه كو ۔دغسې د چين سفير د وزيراعظم سفارتخانې ته په راتګ مننه وكړه او هيله يې څرګند كړه چې وزيراعظم به د پېښې ذمه و??ر زر خپل انجام ته رسولو كښې كردار تر سره كړي۔ په دې مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري وو