اسلام آباد01 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب وئيلي دي د فچ رپورټ او د سټيټ بينك لخوا په پاليسي رېټ كښې كمي څخه معيشت كښې د بهترۍ عكاسي كېږي، د استحکام نه نمو پلو روان يو٬ د هېواد په معيشت كښې د نجي څانګې كردار د مركزي ا??مي?? وړ دے٬ غواړو چې نجي څانګه په معاشي فرنټ كليدي كردار ولوبوي۔ د زيارت په ورځ د سکيورټيز اينډ ايکسينج کميشن د نوې ودانۍ پرانستې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په ??ې وروستيو كښې د کريډټ ريټنګ نړيوالې ايجنسي فچ رپورټ او د سټيټ بينك لخوا په پاليسي رېټ كښې كمي څخه په معيشت كښې د بهترۍ عكاسي كېږي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د حکومت اقتصادي ډله به په معيشت كښې بهترۍ لپاره ?? اقداماتو لړۍ روانه ساتي ٬ آئي اېم اېف سره ?? سټاف لېول لوظنامه شوې ٬ د آئي اېم اېف د ايګزيکټو بورډ منظورۍ نه وروستو پاكستان او آئي اېم اېف نوې پروګرام پېل كوي٬ د دې پروګرام له مخې به د ډھانچه جاتي اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللے شي٬ د دې پروګرام له مخې ټېکسېشن او د توان په څانګه كښې اصلاحات روان دي۔ ده ووئېل كر كېلې ، آئي ټي او په نورو څانګو كښې نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره هم اقدامات كوٶ٬ د ډھانچه جاتي اصلاحات ايجنډا مونږ نشو موخر كول??۔ د خزانې وزير ووئيل د سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن لخوا پنځه كلن انشورنس پېكج خوشبينه دے٬ ضرورت د دې خبرې دے چې د انشورنس ټولې څانګې د نجي سېكټر له مخې شي۔ ده ووئيل پاکستان نړيوال کيپيټل مارکيټ پلو روان دے چې پكښې د سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان کردار د کليدي ا??مي?? وړ دے٬ مونږ له ايکويټي او ډيټ مارکيټ منظم كول دي٬ په کيپيټل مارکيټ كښې هم د بهترۍ لړۍ روانه ده۔ ده ووئيل مالي زيان كمولو لپاره مالي نظم و ضبط ضروري دے۔ د اولسي مفادات تحفظ او سپېځلے مالياتي مارکيټ جوړول د سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن ذمه واري ده ځو د سپېځلتيا عمل په متوازن ډول مخ په وړاندې بوتلل ضروري دي دغسې چې كاروبار متاثره نشي۔ ده ووئيل په هېواد كښې استعداد موجود دے ٬ درې كاله وړان??ې واپډا ګرين بانډ جاري كړے ٶ چې په زړه پورې نتيجې ئې رامخې ته شوې و??۔ ده زياته كړه چې د قانون سازۍ په ډګر به حكومت كمېشن سره ??شپړه مرسته روانه ساتي۔ په دې موقع د اېس اي سي پي چيئرمېن عاكف سعيد هم وينا وكړه