اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي هېواد كښې سرمایه كارۍ زياتولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي،حکومت سوداګرو او سرمایه کارو له کاروبار دوست ماحول وركولو له هر ممكن اقدامات كوي دغسې وزیراعظم د وفاقي وزارتونو د كار استعداد او سرمایه کارۍ زياتولو له د سټیئرنګ کمېټۍ جوړولو سپارښتنه كړې د كومي مشري به چې وزيراعظم پخپله كوي۔د و??یراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې په پاکستان كښې سرمایه کاری زياتولو او د حکومتی ادارو د كار استعداد ښه كولو په اړه د و??یراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې مهمه غونډه وشوه۔غونډې ته ??وئيل شول د پبلك پرائیویټ پارټنرشپ اتھارټي د اړخه د وفاقي وزارتونو استعداد زياتولو او د سرمايه كارۍ زياتولو په اړه د پوهانو خذمات ترلاسه كولو لپاره د کنسلټنسي فرم کئیارنی (Kearney) خذمات ترلاسه كړې شوي،کئیارنی يو نړ??وال شهرت لرونكې فرم دے كوم چې په نړۍ او په خاص توګه مينځني ختيز كښې آپریشنز لري۔وزیراعظم ووئيل هېواد كښې سرمایه کاري زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي،حکومت سوداګرو او سرمایه كارو له کاروبار دوست ماحول وركولو له هر ممکن اقدامات كوي۔په دې مهال وزیراعظم د سرمایه كارۍ او حکومت د كار استعداد ښه كولو له داسې منصوبې د كومو چې په دې اړه زر د نتيجو رامخې ته ??يدو امکانات وي لپاره په سمدستي توګه د كوټلو ګامونو پورته ??ولو سپارښتنه وكړه۔وزیراعظم د وفاقی وزارتونو د كار استعداد او سرمایه کارۍ زياتولو پیشرفت په اړه د اسټیئرنګ کمېټۍ جوړولو سپارښتنه هم وكړه د كومي مشري به وزیراعظم پخپله كوي۔کئیارنی د اړخه وزیراعظم ته د پاكستان حکومت سره د خپل مشاورتی عمل تګلارې په اړه بریفنګ كښې ووئيل کشول ئیارنی تر اوسه د وفاقي حکومت 15 ادارو سره مشاورت کړے،په دې مشاورتی عمل ك??ې 97 ترجیحی منصوبې په ګوته ??ړې شوي۔ بریفنګ كښې ووئيل شول کئیارنی به د حکومت پاکستان سره مشاورت كښې كوټلې پرمختګ لپاره د منصوبه بندۍ تګلاره جوړوي،دغسې کئیارنی د سرکاري ادارو ریګولیټری فرېم ورك ښه كولو او سرمایه کار راغب کولو او د ریاستې ملکیتي ادارو نجکارۍ په اړه به د حکومت معاونت كوي۔په غونډه كښې د اقتصادی چارو وفاقی و??یر احد خان چیمه،د خزاني وفاقی و??یر محمد اورنګزیب،د منصوبه بندۍ وفاقی و??یر احسن اقبال، و??یر مملکت علی پرویز ملك ، د پلاننګ کمېشن ډپټي چیئرمېن جهانزیب خان ،د و??یراعظم کوآرډینېټر رانا احسان افضل او اړوندو اعلیٰ سرکاری افسرانو ګډون وكړو۔