اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) پاکستان د امريكائي كانګرېس لخوا په منظور كړي قرارداد د سخت افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي دا قرارداد د پاکستان په كورنيو چارو چارو ك??ې جواز نه لرونكې لاس وهنه ده۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل مونږ دا ګڼؤ چې د هېوادونو ترمينځه دې دوه اړخيزه اړيكې په شريك احترام ا?? په يو برابر خپلواكۍ اډانه وي٬ ل?? دې كبله د امريكائي كانګريس لخوا جواز نه لرونكې لاس وهنه خ?? خوشبينه ده او نه د قبلولو وړ ده۔ دې ووئيل د قرارداد وخت او سياق وسباق د پاكستان او امريكې ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو موجوده مثبت رفتار له سم نه دے۔ وياندې په ډاګه كړه چې پاكستان امريكې سره خ??لې اړيكې په دوه اړخيزه باور او د يو بل په چارو ك??ې د لاس وهنې نه كول?? په بنياد روان ساتل غواړي۔ دې ووئيل مونږ دا هم هيله لرؤ چې امريكائي كانګرېس به د دواړو هېوادونو شريكې ګټې لپاره د همكارۍ لارو ته خاص پام ګرځولو سره د پاكستان او امريكې دوه اړخيزه اړيكې پياوړې جوړولو ك??ې نور هم تعميري كردار ترسره كړي