اسلام آباد۔ 24 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف (نن) د شورؤ په ورځ د كراچۍ يوه ورځنۍ دوره كوي۔ د وزارت عظمیٰ منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وز??راعظم د كراچۍ اولنۍ دوره ده۔ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وز??راعظم به مزار قائد ته حاضري كو??٬ هغه به په كراچۍ كښې د كاروباري ورورولۍ نوموړو شخصياتو او د كراچي چېمبر آف كامرس پلاوي سره ملاقاتونه هم كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې به وز??راعظم كاروباري ورورولۍ څخه د هېواد د معيشت بهترۍ سره اړوند وړاندېزونه اخلي۔ په دې دوره كښې وز??راعظم سره د ګورنر او د وز??راعلی ملاقاتونه هم شامل دي په كومو كښې به چې وز??راعظم د سندھ صوبې په مجموعي سياسي صورتحال او انتظامي چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔