لاهور۔4فروری (اے پی پی) پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاكټر طارق محمود خان وئيلي دي چې په سياسي عمل كښې مېرمنې ٬ ځوانان ٬ نرښځيان او اقليتونه شاملول او دوئي خپلواكه جوړول ضروري دي۔ ده د اتوار په ورځ په ځايي هوتل كښې د پرېس انفارمنېشن ډيپارټمنټ تر اهتمام لاندې “د پاکستان د ټولټاكنو 2024 ” په سرخط سيمينار ته خطاب كولو۔ په سيمينار كښې د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دې مهال د ميډيا په شمول د ژوند نورو څانګو سره تعلق لرونكي مهم شخصيات موجود وو۔ پرنسپل انفارمېشن آفیسر محمد طارق خان ووئيل چې د سيمينار مقصد د ټاكنو په عمل كښې د ټولنې د ټولو ډلو د شموليت په اهميت رڼا اچول او د دې وكالت كول دي۔ ده ووئيل كومې طبقې چې اقليتي دي د هغوي كانديدانو ته موقعه وركول او مساوات ته پام ګرځول ضروري دي۔ ده ووئيل په اروپا كښې سياسي عمل كښې د اقليتونو شموليت هم باوري كولې شي۔ ده ووئيل د ټكټ جاري كولو په مهال دې د اقليتونو هم خاص خيال وساتلے شي۔ ده په سيمينار كښې په ګډون كولو د وفاقي وزير مرتضی سولنګي او نورو مننه و??ړه۔ سینئر خبريال سلمان غني په مهمه موضوع د سيمينار په كولو د اطلاعاتو او خپرونو وزار ته مب??ركي وركولو سره ووئيل ددې كار ذمه واري د سياسي ګوندونو ده خو د دې سيمينار د كولو كرېډټ وفاقي وزير مرتضی سولنګي ته وركوم كوم چې په بنيادي توګه يو خبريال دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې سياسي ګوندونه ځوانانو ??خه د ووټ په اخستو پوهېږي خو دوئي د ټاكنو د عمل برخه نه جوړي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې 5 كروړه 84 لكه ځوانان ووټران دي كوم چې د ټول ووټرانو 46 فیصد جوړېږي۔ په كال 2018 كښې د ځوانانو د ووټ كاسټ كولو شرح 37 فیصده و??۔ سینئر خبريال سلمان عابد په خپل خطاب كښې د سیاسی ګوندونو د اعلان كړې شويو منشورونو كمزورۍ ذكر كولو سره ووئيل ټاكنو ??خه څو ورځې وراندې جوړېدونكې منشورونه خېراتي ماډلې دي۔ په موجوده سياسي نظام كښې د عام وګړي مقدمه ډېره كمزورې ده۔ ده ووئيل د ټاكنو په عمل كښې اقليتونه شاملول زيات ضروري دي۔