اسلام آباد21 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي په فلسطين كښې د مرستې په هلو ځلو ك??ې د اردن كردار ستائنه كولو سره وئېلي دي په فلسطين كښې امن د ټولې نړۍ ذمه واري ده٬ نړيواله ورورولي دې په فلسطين كښې سمدستي جنګ بندۍ لپاره خپل كردار ادا كړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د اردن سفير ډاكټر معن خريسات سره د ملاقات په مهال په خبرو ك??ې كړې۔په ملاقات كښې په دواړو هېوادونو ك??ې راتلوونكو ټول ټاكنو٬فلسطين او اسرائيل ترمينځه به جنګ بندۍ٬سيمه ايز صورتحال٬د ميډيا په څانګو ك??ې د مرستې پشمول په نورو مهمو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل ??اك??تان اردن سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬دواړه هېوادونه په مذهبي اقدارو او كلتور اډانه اړيكې لري۔په ملاقات كښې د فلسطين او اسرائيل ترمينځه په تاؤ تريخوالي صورتحال اندېښنه ښكاره كړې شوه۔وفاقي وزير ووئيل په فلسطين كښې م??جو??ه صورتحال نه يواځې د اسلامي نړۍ بلكې د ټولې نړۍ مهذبه قامونو لپاره د تشويش وړ دے۔په فلسطين كښې امن د ټولې نړۍ ذمه واري ده٬نړيواله ورورولي دې په فلسطين كښې د سمدستي جنګ بندۍ لپاره خپل كردار ادا كړي۔ده ووئيل د فلسطين اولس سره د يو والي څرګندونه كوو٬ ده ووئېل په فلسطين كښې د مرستې په هلو ځلو ك??ې د اردن كردار د ستائنې وړ دے۔په دې م??قع د اردن سفير ووئيل په غزه كښې د خوراك نشتوالي په سبب بشري بحران رامخې ته شوے۔په ملاقات كښې په ??اك??تان او اردن كښې سږ كال كېدونكو ټاكنو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د اردن سفير په ??اك??تان كښې د ټاكنو پلو د پېشرفت نه خبرولو ك??ې ووئيل سږ كال د فرورۍ په اتمه نېټه به په ټول هېواد كښې ټاكنې كېږي٬الېكشن كمېشن آف ??اك??تان انتخابي شيډول جاري كړے ٬ټولو رجسټرډ سياسي ګوندونو ته د ټاكنو كمپائن لپاره 54 ورځې وركړی شوي۔ده ووئيل لنډ مهاله حكومت پاكې او غېر جانبداره ټاكنې باوري كولو لپاره به اليكشن كمېشن ته هر ممكنه مرسته او آسانۍ وركوي۔وفاقي وزير په اردن كښې سږ كال د كېدونكو ټاكنو عمل تكميل لپاره هم د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل اردن او ??اك??تان كښې به د ټاكنو عمل په نتيجه كښې جوړېدونكو حكومتونو څخه د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو يو نوے دور پېل شي۔په ملاقات كښې د ??اك??تان او اردن ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ ممكنه څانګو ك??ې مرستې ته ودې وركولو ته هم صلاح راغله۔د اردن سفير ووئيل د 10م شريك وزارتي كمېشن مهمه غونډه به سږ كال اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي او دوه اړخيزه اړيكو جاج اخستلے شي۔ده ووئيل د ??اك??تان او اردن ترمينځه د معيشت٬تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو ك??ې مرستې له وده وركول پكار ده۔په ملاقات كښې د ??اك??تان او اردن ترمينځه د ميډيا او اطلاعات په څانګو ك??ې په مرسته زياتولو هم زور راوړو او پي ټي وي٬اے پي پي٬راډيو ??اك??تان او د اردن ريډيو٬ټيلي ويژن او اردن نيوز ايجنسۍ پيټرا ترمينځه د مفاهمت په يادښتونو هم خبرې وشوې۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو رياستي ميډيا ادارو ترمينځه د مرستې لپاره د مفاهمت د يادښتونو عمل به لا تندولو هم اتفاق وشو۔لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا پلاؤيو د تبادلو په ضرورت هم زور راوړو۔