اسلام آباد۔3دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو٬ خپرونو او پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی ??ول??ګي د سندھ كلچ??ل ډے په موقعه د پاكستان او په خاص توګه د سندھ صوبې اولس ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې سندھ له څو پېړو راهېسې كثير اللساني ٬ كثير المذهبي او كثير النسلي اكائي پاتے شوے دے٬ د سندھ تنوع د دې كمزوري نه بلكې قوت دے٬ د شاه عبد اللطيف بھټائي اووه سرونه د مېرمنو په نامه جوړ كړې شوي دي٬ د سندھ شاعرانو د سندھي مېرمنو كردار په ډ??ګه كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پاکستان نېشنل کونسل آف دی آرټس كښې د سندھي مېرمنو تنظيم ”سورمیو“ تر اهتمام لاندې د كلچ??ل ډے دس??ورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دس??وره كښې د زده كړو وفاقي وزير مدد علي سندهي هم موجود وو۔ مرتضی ??ول??ګي ووئيل چې د سندھ ??ه كلتور كښې عاجزي او لچك د فولاد په څير موجود دے۔ ده ووئيل د شاہ عبدالطیف بھټائی ??ه كلام كښې 7 سُرونه د “ماروی، مومل، سوهنی، سسی، نوری، سورټھ رائے ډائچ، لیلا“ د مېرمنو په نوم تشكيل كړې شوي دي۔ ده ووئيل شاہ عبدالطیف بھټائی څخه تر شېخ ایاز د سندھ کلاسیکی او عصري شاعرانو د مېرمنو او په خاص توګه د سندھي مېرمنو كردار په ډ??ګه كړې دې۔ ده ووئيل وخت راغلې چې مونږ په دې خبره ځان پوهه كړو چې د ژوند په ټولو څانګو كښې د مېرمنو اهميت تسليمولو نه غېر مونږ پرمختګ كولې نه شؤ۔ نګران وفاقي وزير په دې موقعه د سندھي كلچ??ل ډے مناسبت سره د پاكستان سندھ اولس ته په سندھي ژبه كښې مباركي وركړه۔ ده د سندھي كلتور په زړه پورې دس??وره كولو سورمیو تنظیم ته هم مباركي وركړه۔