اسلام آباد 26 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو نګراں وزیر سرفراز احمد بګټی وئيلي دي د بلوچستان پرمختګ لپاره د معدنی وسائلو څخه بشپړې استفاده کولو ته اړتيا ده،سیاسی عزم او د كار استعداد زياتولو په صورت حال كښې ښه والے راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې ??ه ورځ بلوچستان رورل ډیویلپمنټ اینډ کمیون??ی ایمپاورمنټ(ایمبریس)پروګرام اختتامی دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د دې پروګرام په كولو پاکستانے او په خاص توګه د بلوچستان اولس د اړخه اروپائي ائتلاف او نورو شراکت دارو مننه كوم۔د دې پروګرام د لارې د بلوچستان لرې پرتو سيمو كښې خبرتيا پيدا كولو له مرسته تر لاسه شوي۔اروپائي ائتلاف ب??يد د دا ډول پروګرامونو سلسله روانه اوساتي۔ده ووئيل بلوچستان معدنی وسائل لري۔د صوبې ?? اولس پرمختګ لپاره د دې وسائلو څخه بشپړې استفادې کولو ته اړتيا ده۔سیاسی عزم او د كار استعداد زياتولو سره صورت حال كښې ښه والے راتللے شي۔ده ووئيل غیر متوازن پرمخ??ګ د پرمختګ كوونكو هېوادونو مسئله ده۔تشدد یا په دې سیاست د مسئلې حل نه دے۔ده ووئيل د سوچ كولو خبره ده چې مونږ د خپل نوې نسل د ترقۍ لپاره څه منصوبه بندی کړې ده۔