اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او ??رمختګ لنډمهاله وفاقي وزير محمد سميع سعيد وئيلي پاكستان لپاره د موسمياتي بدلون مخنيوي او د سباٶن لائحې لپاره د ټولو شراكتدارو ترمېنځه شريكه مرسته د وخت اهم ض??ورت دے٬ مونږ له به د ټولو شراكتدارو پشمول د سركاري څانګو٬ ??جي ادارو ٬سول سوسائټۍ، تعليمي ادارو او د پرمختيائي شراكتدارو هڅې همكاره كولو لپاره كار كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ “اپټمائزنګ امپېکټ 211; انويسټنګ ان ريسيلينټ” په سرخط د منصوبو بشپړېدو دستورې پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه د كومې تابيا چې نېشنل ډيزاسټر اينډ ريسرچ مينجمنټ فنډ (اېن ډي آر اېم اېف) كړې وه۔ دستورې ته د وېنا په مهال وفاقي وزير ووئيل چې په ګلوبل وارمنګ كښې د برخې د نشتوالي باوجود پاکستان د موسمياتي بدلون مركز جوړ شوے دے او د دې د تباه كن اثراتو نه تر ټولو زيات خطر سره مخ كېدونكو لس هېوادونو كښې سامل دے۔ ده ووېيل په پاكستان د موسمياتي بدلون لګښت ډېر او ??رله پسې زياتېږي ځكه چې هېواد سنګين اقتصادي چېلنجونو سره مخ دے، د موسمياتي بدلون د زياتېدونكې چېلنجونو له مخې حكومت موافقت او ??چک پيدا كولو ته ترجيح وركوي۔ په دې موقع د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن محمد جهانزېب او ??ورو هم وېنا وكړه