??سل??م آباد 13 اګست (اے پي پي) پاکستان كښې تعینات د ایران سفیر رضا امیری مقدم وئيلي دي چې د ??سل??می جمهوریه پاکستان 76مي آزادۍ ورځ په موقع د پاکستان حکومت او معزز قام له مباركي وركوم۔د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل ایران وړومبې هېواد ؤ چا چې پاكستان منلې ؤ او پاكستان سره ئې سفارتی اړيكي جوړي كړي۔ده ووئيل دې نه پس ایران او پاکستان تاریخی اړيكي كومي چې يو اوږد تاریخی مشترکات او رابطي لري، ??خت سره سره قوي شوي۔د ایران سفیر ووئ??ل نن مونږ دواړھ هېوادونه د سفارتی اړيكو 76مه سالګره هم لمانځو۔ده ووئيل زه د پاکستان لپاره د امن، اتحاد، استحکام، سلامتیا او سوكالۍ خوښي لرم۔