سیالکوټ۔16جولائی(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي د تحريك انصاف په دور كښې هره څانګه تنزل او بدحالۍ سره مخ پاتې شوه ٬ شهباز شريف هېواد ستونزو او چېلنجز ??خه ويستلو كښې مهم كردار ترسره كړو٬ ځوانانو ته د زده كړو آسانۍ وركولو او دوئي تربي?? كول د وزيراعظم شهباز شريف ويژن دے ٬ خپلې كاركردګۍ سره به اولس ته ځوو۔ د اتوار په ورځ په ګورنمنټ كالج وېمن يونيورسټي سيالكوټ كښې د لېپ ټاپ سكيم دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د زد?? كوؤنكو اختيارمند جوړولو دا سكيم شهباز شريف هغه مهال پېل ك??ے وو كله چې دې د پنجاب اعلی وزير وو٬ د پنجاب انډومنټ فنډ د لارې د لكھونو په شمېر طالبعلمانو ته د هېواد دننه او بهر د زده كړو ترلاس?? كولو موقعې وركړې شوې۔ دانش سكولونه پېل ك??ې شول ٬ په وروستو دورونو كښې په دې كار ونكړے شو او دا د افسوس وړ خبره ده۔ ده ووئيل په تېرو 13 مي??شت?? كښې چې شهباز شريف د وزيراعظم په حېث كوم كردار ترسره كړو بل چا نه شو ترسر?? كولې۔ 12 ګوندونه ځان سره اخستل آسان نه دي۔ ده ووئيل اوس زمونږ د اقتدار وخت په بشپړ كېدو دے ٬ مونږ ټولو له به د اولس په خذمت كښې حاضرېدل وي هغوي به پرېكړ?? كوي۔ده ووئيل زمونږ په دور كښې تر ټولو لويه مسئله د آئي اېم اېف د پروګرام وه ٬ دا كومه د وياړ وړ خبره نه ده خو چې كوم صورت حال سره هېواد مخ وو په هغې كښې د شهبار شريف نه ??ېر بل چا آئي اېم اېف سره دا لوظنام?? كولې نه شوه۔